د پاكستان غزا
وخت دَ قومونو اعصاب او حوصلې په ازميښت كښې اچوي.دَ وخت په دغه ازميښتونوكښې ژوندې قومونه دَ خپلو ارادو حوصلو ، مړانې او اتفاق په وجه برې مومې . په كال 1965 كښې دشمن دَ خپلې ناساپې حملې په وجه زمونږ خودمختارئ ته نقصان رسولو دَ پاره سازش جوړ كړے وو. خو زمونږ قوم حوصله بائللو او منتشر كيدلو په ځائ متحد شو او دَ خپل مړنې فوج په شا كلك اودريدو . په دې ورځ كرونده ګر خپلو قُلبو او خوارې كښو خپلو كودالو نه سنګينونه او زمونږ پوهانو ليكوالانو ، شاعرانو دَ خپلو قلمونو نه توري او غشى جوړ كړې وو او دَ خپل مړني فوج سره اوږه په اوږه دَ خوږ وطن د دفاع دَ فرض ادا كولو دَ پاره ولاړ وو او دنيا ته يې اوښودله چې مونږ ژوندے قوم يو دَ خپلې اۤزادئ او خپل واكئ حفاظت كولے شو.
دَ ستمبر دَ جنګ دغه يادګار وختونه ډيروشاعرانو او اديبانو خپله موضوع سُخن جوړه كړه او دَ مختلف محاذونو يې تصوير كشي وكړه چې د هغې په لوستلو نن هم زمونږ جذبې راپاره وي . دَ خيبر پختونخواه دَ ټوپئ كلي سره تعلق لرونكې نوموړي شاعر جمشيد خان دَ خپل كلام مجموعه (دَ پاكستان غزا1965)كښې د 1965د جنګ مختلفونو محاذونو زمونږ دَ ميړني فوج مړانه په نظم كښې په ډير ښكلي انداز كښې پيش كړه او دَ خپل فوج اووطن سره يې بې كچه مينه او عقيدت دَ زړه دَ تل نه ښكاره كړې دے چې قابل تحسين دے هغه خپل دغه احساسات او جذبات په كتابى شكل كښې پيش كول غوښتل خو مرګي پرې نښود خو بيا هم دهغه قابل زوئ جاويد خان دا كارپه خپل سر واخستو او دَ خپل پلار ارمان يې پوره كړو چې دَ خپل فوج او وطن سره دَ بې كچې مينې اظهار دے . دده دا جذبه دَ ستائيلو وړ ده مونږ ورته خراج تحسين پيش كوو.